د لوګر ولایت په مرکز کې د یو استنادي دیوال، کانال او د واش جوړولو چارې پیل شوې 

rahyab
Tue, Dec 30 2025 1:55 PM
123

د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د حکم له مخې، په هر ولایت کې د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو په موخه د وقایوي پروژو د جوړولو لپاره یو میلیون افغانۍ ځانګړې شوې دي، چې د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د مرکز په هارون خيل کلي کې د یوه استنادي دیوال، یو کانال او د واش جوړولو د پروژې کار د نه سوه او نه نوي زره او دوه سوه او اوولس (۹۹۹،۲۱۷) افغانیو په ارزښت رسما پیل کړ. 

په دې پروژه کې یو استنادي دیوال د ۸۵ متره په اوږدوالي، ۲.۵ متره لوړوالي او ۱ متر په پلنوالي، یو کانال د ۳۷ متره په اوږدوالي، ۱.۹ متره لوړوالي او ۶۰ متره په پلنوالي او همدارنګه د ۳۳ متره په اوږدوالي، ۱.۲ متره لوړوالي او ۶ متره په پلنوالي د واش (په چټکۍ سره د اوبو لېږدونکی) د جوړولو چارې د اړوندو مسؤلینو، مخورو سپین ږیرو او سیمه ییزو اوسېدونکو په شتون کې د یو ساختماني شرکت له لوري پیل شوې. 

د یادونې وړ ده، چې د یادې پروژې په پلي کېدو سره به د دې سیمې د اوسېدونکو ځان او مال د سېلابونو له احتمالي زیانونو څخه خوندي شي. 

نېټه: ۱۴۴۷/۷/۹ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sat, Mar 28 2026 4:19 PM
Background image

The Director General of ANDMA Traveled to Nangarhar Province and Held an Emergency Meeting with Provincial Staff and Volunteers in the Eastern Zone

This morning, on Saturday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, traveled to Nangarhar Province at. . .

Sun, Mar 15 2026 3:01 PM
Background image

The Directorate of Disaster Management of Kabul Province distributed food and non-food assistance to 300 deserving families

Under the guidance of Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, the Directorate of Disaster Management for Kabul. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .