د ارزګان ولایت له پيښوسره د مبارزي امادګي رياست ۲۴۳ مستحقو کورنيو ته نغدي مرستې وېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د RRAA موسسې تر منځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ارزګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت په مرکز او اړوندو ولسوالیو کې ۲۴۳ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته د ژمنیو توکو د برابرولوپه موخه نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۵،۲۷۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو لپاره یو میلیون او دوه سوه او اتیازره او شپږ سوه او لس (۱،۲۸۰،۶۱۰) افغانۍ نغدي پیسې ځانګړې شوې وې.
په پای کې، د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو له اړوندو مسؤلینو څخه مننه وکړه او د مرستو د ورکولو په پار یې له دوی څخه خوښي څرګنده کړه.
نېټه: ۱۴۴۷/۷/۸ ه.ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
