د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۷۵ کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د PIN موسسې تر منځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په ملاتړ، د دې ولایت په نرخ ولسوالۍ کې ۴۷۵ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته نغدې مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، د ۴۵۰ ډالرو معادل ۲۹,۶۱۹ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال څوارلس میلیونه او نه شپیته زره او پنځه ویشت (۱۴,۰۶۹,۰۲۵) افغانۍ نغدې پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
د مرستې د وېش پر مهال، د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلینو وویل، چې مونږ تل هڅه کوو چې زیانمنو کورنیو ته پر وخت رسېدنه وکړو او په راتلونکی کې به هم ستاسو لپاره د لا زیاتو مرستو زمینه برابره کړو.
نېټه: ۱۴۴۷/۷/۰۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
