په بادغیس ولایت کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

rahyab
Thu, Dec 25 2025 10:47 AM
تصویر خبر

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د همغږۍ پر بنسټ د DRC ماین پاکۍ نړیوالې موسسې تخنیکي ټیم د یاد ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ په بېلا بېلو کلیو کې د ماین پاکۍ عملیاتو په ترڅ کې ۸ کړۍ ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول خنثی کړل. 

د یادونې وړ ده، چې یاد ټیم د ماینونو او ناچاوده توکو په اړه د خلکو د پوهاوي لوړولو په موخه د پوهاوي پروګرام هم ترسره کړ ترڅو د احتمالي خطرونو مخنیوي او د خلکو ځان او مال خوندي شي.

دا ناچاوده توکي د تېرو جګړو پاتې شوني وو او د سیمې د اوسېدونکو لپاره خطر پېښ کړی و، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلینو له خلکو وغوښتل چې د هر ډول ناچاوده توکو د لیدو په صورت کې له اړونده مسؤلینو سره اړیکه ونیسي څو د تلفاتو او خساراتو د مخنیوي لپاره اړین اقدامات ترسره شي. 

د یادونې وړ ده، چې د خلکو د ځان او مال د خوندیتوب لپاره د ولایت په کچه د ماینونو او ناچاوده توکو د موندلو او له منځه وړلو بهیر دوام لري.

نېټه: ۱۴۴۷/۷/۰۴ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sat, Mar 28 2026 4:19 PM
Background image

The Director General of ANDMA Traveled to Nangarhar Province and Held an Emergency Meeting with Provincial Staff and Volunteers in the Eastern Zone

This morning, on Saturday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, traveled to Nangarhar Province at. . .

Sun, Mar 15 2026 3:01 PM
Background image

The Directorate of Disaster Management of Kabul Province distributed food and non-food assistance to 300 deserving families

Under the guidance of Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, the Directorate of Disaster Management for Kabul. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .