د زابل ولایت په مرکز قلات کې د یو استنادي دیوال د جوړېدو له چارو څخه څارنه وشوه

rahyab
Thu, Dec 25 2025 9:29 AM
news image

د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست آمر، محترم الحاج مولوي محمد یوسف محمد د زابل ولایت د مرکز قلات په باکورزو کلي کې، د یو استنادي دېوال د جوړوېدو له چارو څخه لیدنه وکړه.

یاد استنادي دیوال له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د کډوالۍ نړیوال سازمان IOM د همغږۍ له مخې، د یاد ولایت له پېښو سره د مبازرې آمادګۍ ریاست د یاد سازمان په مالي ملاتړ، د ۳۲۲ متره اوږوالي، ۱۶۰ سانتي متره سور او ۳۸۰ سانتي متره لوړوالی په درلودلو سره د جوړېدو په حال کې دی.

 محترم محمد په پیل کې، د یادې پروژې څخه هر اړخیزه لیدنه وکړه چې پروژه د نقشې سره سم جوړیږي او بې له کوم  نیمګړتیا څخه یې د کار لړۍ دوام لري.

د یادونې وړ ده، چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به شاوخوا ۳٠ کورونه او کرنيزې ځمکې د سېلابونو له احتمالي خطرونو څخه خوندي شي.

نېټه: ۱۴۴۷/۷/۰۴ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Thu, Dec 04 2025 1:57 PM
Background image

The General Director of ANDMA met with the Director-General of the European Union’s Civil Protection and Humanitarian Aid Operations (ECHO)

Today, on Thursday, the Director-General of Afghanistan National Disaster Management Authority, respected Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met and held talks with Mr. Andreas. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .