د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱,۰۵۹ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت په سنګ آتش ولسوالۍ کې د وچکالۍ له امله زیانمنو او مستحقو ۱,۰۵۹ کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې له سروې وروسته هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۸,۳۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال اته میلیونه او اووه سوه او نه اتیا زره او اووه سوه (۸,۷۸۹,۷۰۰) افغانۍ نغدې پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۷/۰۳ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
