د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د حرفوي زده‌کړو ۸۰ تنه زده‌کوونکو ته نغدي مرستې وېشلې 

rahyab
Thu, Dec 18 2025 11:56 AM
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د AYSO مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د لغمان ولايت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رياست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت اړوند د حرفوي زده‌کړو ۸۰ تنه زده کوونکو ته د نغدي پیسو مرستې ووېشلې. 

یادو زده کوونکو ته په څلورو بېلابېلو مسلکي برخو لکه ټلیفون جوړونې، د سولر سیستم د ترمیم او نصبول، سلمه دوزۍ او کلچو پخولو برخو کې زده کړې ورکړل شوې دي، چې د یادو برخو د ملاتړ په موخه ورته نغدي پیسې ورکړل شوې. 

په دې لړۍ کې هر زده‌کوونکي ته د مسؤلینو په شتون کې ۷,۱۴۰ افغانۍ نغدې پيسې ووېشل شوې، چې ټولټال یاد شمېر کسانو ته پنځه سوه او یو اویا زره او دوه سوه (۵۷۱,۲۰۰) افغانۍ ځانګړې شوې وې. 

د لغمان ولايت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رياست د ورته پروګرامونو د پلي کېدو هرکلی وکړ او ټينګار يې وکړ چې دا ډول حرفوي زده‌کړې د بېکارۍ د کچې د کمېدو او د ځوانانو د اقتصادي پياوړتيا په برخه کې اغېزمن رول لري.

نېټه: ۱۴۴۷/۶/۲۷ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Thu, Dec 04 2025 1:57 PM
Background image

The General Director of ANDMA met with the Director-General of the European Union’s Civil Protection and Humanitarian Aid Operations (ECHO)

Today, on Thursday, the Director-General of Afghanistan National Disaster Management Authority, respected Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met and held talks with Mr. Andreas. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .