د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له لوري ۶۰۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستي وویشلې شوې
د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له لوري په ازاره ولسوالۍ کي ۶۰۰ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته خوراکي مرستي وویشلې.
د یادو کورنیو سروې مخکي شوې وه ترڅو مرستې مستحقو ته پر وخت، شفاف او عادلانه ډول ورسېږي چي نن هر کورنۍ ته (۵۰) کیلوګرامه غنم، چې ټولټال (٣٠,٠٠٠) کیلوګرامه کېږي ووېشل شوه.
نيټه: ۱۴۴۷/۶/۱۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
