د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۵۷ مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د افغان ځوانانو خدماتي موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې, د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په دره پیچ ولسوالۍکې ۴۵۷ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې د درېیم او څلورم پړاو په توګه ۱۰۰ کیلو اوړه, ۵ لیټره غوړي, ۸ کیلو دال او یو کیلو مالګه ووېشل شوه.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۶/۱۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
