په غور ولایت کې د یو پُلچک د شاوخوا ډکولو کار روان دی
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د مرکز فیروز کوه ښار په خارستان کلي کې د یو شپږ متره پُلچک د شاوخوا ډکولو کار پیل کړی.
دا پروژه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له لوري تمویل کېږي او په نږدې راتلونکې کې به بشپړه شي. د دې پُلچک د کار په بشپړېدو سره به د سیمې د خلکو لپاره د تګ راتګ په برخه کې اسانتیا رامنځته شي.
نېټه: ۱۴۴۷/۶/۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
