د فراه ولایت د ښار د شپږ کیلومتره کانالونو د پاکولو چارې په چټکۍ سره دوام لري

rahyab
Wed, Nov 19 2025 3:44 PM
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې له مخې، چې ټولو ولایتونو ته یې دنده سپارلې وه، چې ټولې سېلابي لارې په هر ځای کې پاکې کړي. د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ښار د شپږ کیلومتره کانالونو د پاکولو چارې پیل کړي او دا کار په جدي ډول روان دی.
یاده پروژه د ولایتي کمیټې د وسایطو په کارولو او د دې ادارې له بودجې څخه د پنځه سوه زرو (۵۰۰,۰۰۰) افغانیو په لګښت مخکې پیل شوې وه، چې نږدې ۱۵ ورځې وړاندې د تخنیکي ستونزو له امله ودرول شوه، خو اوس د ستونزې له حل وروسته، کار یې یو ځل بیا په جدي توګه دوام لري. 

نېټه: ۱۴۴۷/۵/۲۸ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Jan 25 2026 3:12 PM
Background image

The Director General of ANDMA Meets with the President of International NPA Organization

Today, on Sunday morning, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Mr. Russell,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .