د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ١٨٢ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ورلډ ویژن مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې ملاتړ، د دې ولایت په قیصار ولسوالۍ کې ٨٢ او چهل ګزي ولسوالۍ کې ١٠٠ کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې د پنځو پړاوونو مرستې په یو ځای ٢٠٠ یورو یا د هغې معادل ١٥٣١٠ افغانۍ ووېشل شوې.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۵/۲۸ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
