په پروان ولایت کې چاودېدونکي توکي کشف او خنثی شول
د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت په بګرام ولسوالۍ کې یوه اندازه چاودېدونکي توکي کشف او په خوندي توګه له منځه یوړل.
دا لړۍ د هیلو ترسټ ماین پاکۍ مؤسسې د تخنیکي ټیم په مرسته ترسره شوه. چاودېدونکي توکي د ارزونې د تخنیکي پړاونو له تطبیقولو وروسته د امنیتي معیارونو مطابق خنثی شول.
د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلینو وویل چې د دې اقدام موخه د سیمه ییزو وګړو د احتمالي خطرونو کمول او د هستوګنې وړ سیمې د امنیت تأمینول دي.
نېټه: ۲۷/ ۵/ ۱۴۴۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
