د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۲۹۶ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې
د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت د البرز ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې د مشروطو او غیر مشروطو مرستو ترسرلیک لاندې د وچکالۍ له امله ۱۲۹۶ زیانمنو شویو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۲۹۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره درې میلیونه او اوه سوه او اته پنځوس زره او څلور سوه (۳،۷۵۸،۴۰۰) افغانۍ ځانګړې شوې وې.
نېټه: ۱۴۴۷/۵/۲۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
