د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۲۰ مستحقو کورنیو ته د ژمنیو البسو مرستې ووېشلې
د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یونیسف مؤسسې سره په همغږۍ د دې ولایت په مرکز میدان ښار،جلریز، نرخ، چک، سیدآباد، جغتو او دایمیرداد ولسوالیو کې د هوا د یخوالي له امله ۱۲۰ د یتیمانو او بې سرپرسته کورنیو ته له سروې وروسته ژمنې البسې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې ۱ عدد د یونیسف مؤسسې ژمنې البسه چې دیرش ۳۰ قلمه بېلابېل ژمنیو توکو شتون درلود ووېشل شو.
د یادونې وړ ده، چې د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست محترم رئیس زیانمنو شویو کورنیو ته د هر ډول مرستو د کولو ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې موږ په دې هڅه کې یو چې د یتیمانو او بې سرپرسته کورنیو لاسنیوی وکړو.
نېټه: ۱۴۴۷/۵/۲۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
