د سمنګان ولایت په خُلم ولسوالۍ کې د وروستۍ زلزلې له امله ۱۲۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې
د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د جمشید رامین شرکت په ملاتړ او د خُلم ولسوالۍ له کمېټې سره په همغږۍ، د وروستۍ زلزلې له امله زیانمنو ته د رسېدنې لپاره په یاده ولسوالۍ کې ۱۲۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، هرې کورنۍ ته یوه بورۍ ۴۰ کیلویي اوړه، یوه بورۍ ۱۵ کیلویي وریجې، یوه تخته کمپله او یوه بوشکه ۵ لیټره غوړي ووېشل شول.
د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د طبیعي پېښو له امله زیانمنو ته د مرستې رسونې په برخه کې د همکارو موسسو او جمشید رامین شرکت له هڅو او همکاریو څخه مننه او قدرداني وکړه.
نېټه:۱۴۴۷/۵/۲۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
