په کندهار ولایت کې د هاوان یوه ناچاوده مرمۍ کشف او خنثی کړل شول 

rahyab
Thu, Nov 06 2025 12:56 PM
news image

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د همغږۍ له مخې، د هلو ټرسټ موسسې د بېړنۍ ځواب وینې تخنیکي ټیم HT-QR-09 د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ په جيلاور سيمه کې د هاوان  یوه ناچاوده مرمۍ کشف او په خوندي توګه له منځه یووړه.
د یادونې وړ ده، چې د چاودېدونکو توکو له امله د خلکو ځان او مال له خطر سره مخ وو او د سیمې د اوسېدونکو د غوښتنې پر بنسټ د ماین پاکۍ دا عملیات ترسره شول او اوس مهال د دې ناچاوده توکو په پاکولو سره سیمه له خطر څخه پاکه او د سیمې اوسېدونکي له احتمالي مرګ ژوبلې او نورو زیانونو څخه خوندي پاتې شول. د یاد ریاست مسؤلینو له خلکو څخه غوښتنه وکړه چې د هر ډول مشکوک یا چاودېدونکو توکو د لېدو په وخت کې دې ژر تر ژره د اړونده مسؤلینو سره د اړینو اقداماتو ترسره کولو لپاره اړیکه ونیسي.

نېټه: ۱۴۴۷/۵/۱۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Jan 25 2026 3:12 PM
Background image

The Director General of ANDMA Meets with the President of International NPA Organization

Today, on Sunday morning, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Mr. Russell,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .