د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د وروستۍ زلزلې له امله ټپیانو او د شهید کورنۍ ته نغدې مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین په لارښوونه، د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، په یاد ولایت کې د وروستۍ زلزلې له امله ۶ تنه ټپیانو او د ۱ تن شهید ورثه ته له سروې وروسته له خپلې بېړنۍ بودجې څخه نغدې مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، هر یو ټپي کس ۱۰,۰۰۰ افغانۍ او د شهید کورنۍ ته ۲۰,۰۰۰ افغانۍ ووېشل شوې،
چې ټولټال ۸۰,۰۰۰ افغانۍ د یاد شمېر زیانمنو لپاره ځانګړې شوې وې.
نېټه: ۱۴۴۷/۵/۱۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
