له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د بشري مرستو د همغږۍ مؤسیسې تر منځ (۷۱۷۶۵۴)  اوه سوه اولس زره شپږ سوه څلور پنځوس ډالرو په ارزښت دګډو همکاریو  تفاهم نامه لاسلیک سوه.

rahyab
Tue, Nov 04 2025 3:20 PM
تصویر خبر

نن ورځ سې شنبه له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس الحاج ملا نورالدین ترابي د بشري مرستو د همغږۍ مؤسیسې د رئیس انجینر عبدالبصیر حقمل سره په خپل کاري دفتر کي وکتل. 
ترابي صاحب له هرڅه مخکي د یادي مؤسیسې راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یی کړه چي مؤسیسات باید په خپلو کارونو کي پوره شفافیت راولي ترڅو زیانمن سو کورنیو ته پر وخت مرستي ورسیږي.
همداراز ترابي صاحب وویل چي په هیواد کي زیاتي زیانمني کورنۍ شتون لري او باید ټولو ته مرستي ورسیږي او خصوصاً هغه کورنۍ چي بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.
دیادي مؤسیسې رئیس انجینر عبدالبصیر حقمل د یادي ادارې د رهبرۍ څخه ځانګړې مننه وکړه چي کارونو کي چټکتیا راویستلي ده او ژر تر ژره یې زموږ سره تفاهم نامه لاسلیک کړه. 

په پای کې د دواړو لوریو ترمنځ ټولټال د اوه سوه  اوه لس زره شپږ سوه او څلور پنځوس (۷۱۷،۶۵۴) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک سوه، چې له مخې به یې د نورستان په وایګل او نورګرام ولسوالیو، د ننګرهار ولایت په تورخم صفري نقطه او د لغمان ولایت په مهترلام ښار کې او همدارنګه د کنړ ولایت په نوګل، څوکۍ او دره پیچ ولسوالیو کې د وچکالۍ او زلزلې له امله زیانمنو سویو کورنیو ته په لاندې برخو کې خدمتونه ترسره سي. 

1.    په کونړ ولایت کې د اوبو لپاره د 11 بیړنیو ذخیرو برابرول او نصبول.  
2.    په کونړ ولایت کې د یونسیف دفتر له خوا د اوبو رسولو په مرکزونو کې ۵۰۰۰ او ۲۵۰۰ لټره ظرفیت درلودونکو د اوبو ساتلو ۲۵ عدده د پلاستیکي ذخیرو نصبول. 
3.د کونړ ولایت په ښوونځیو او کلینیکونو کې د اوبو رسولو ۴ شبکې ترمیمول. 
4. د زلزلې له امله د زیانمنو سویو خلکو لپاره د ۱۷۰ تشنابونه  جوړول.  
5.د کنړ ولایت په اغېزمنو سویو سیمو کې د ۲۲۰ بیړنیو تشنابونو چې (له ترپال نه جوړ سوي) نصبول. 
6.    د کونړ ولایت په ښوونځیو او د روغتیایي خدماتو د وړاندې کولو په مرکزونو کې د حفظ الصحې او صحت ۴ سیستمونو ترمیمول. 
7.په کونړ، نورستان او لغمان ولایتونو کې د اوبو د پاکولو د وسایلو او د حفظ الصحې ۷۰۰۰ بستو وېشل، چې د هر ولایت لپاره به معلوم شمېر بستې له سروې وروسته مشخصې سي. 
8.د ننګرهار ولایت په تورخم صفري نقطه کې د کثافاتو د مدیریت لپاره د ۳۶۰ لیټره ظرفیت لرونکو ۱۰۰ فلزي کثافت دانۍ نصبول. 
9.د کونړ ولایت په عام المنفعه کونیکسونو کې د ۵ سیټه حمامونو د آسانتیاوو  نصبول.  
10.په کونړ ولایت کې د کثافاتو د مدیریت لپاره د ۳۶۰ لیټره ظرفیت لرونکو ۵۰ پلاستیکي (پی وی سی) کثافت دانیو نصبول. 
11.په کونړ ولایت کې د ۱۱۲ بیړنیو فلزي تشنابونو برابرول، انتقالول او نصبول او همدارنګه په یاد ولایت کې د ښځينیه تشنابونو او حمامونو ساحه په پردو پوښل او د پردو لپاره د پایو نصبول. 
12.په کونړ ولایت کې د ۱۲۳ فلزي حمامونو نصبول، چې یاد حمامونه به د ۲۰۰ لیټره اوبو د ظرفیت ذخیره هم لري. 
13.    په کونړ ولایت کې د زیانمنوسویو خلکو په کمپونو، روزنیزو مرکزونو او د ګرځنده روغتیایي ټیمونو لپاره د ۶۰ سیټه لاس وینځلو آسانتیاوې نصبول. 
14.    په کونړ ولایت کې د صفا کارانو لپاره د ۲۰ نفري محافظتي کیټونو(PPE) بربرول. 
15.    په کونړ ولایت کې د تشنابونو د صفا کولو لپاره د حفظ الصحې موادو تهیه کول. 
16.    په کونړ ولایت کې  د زلزلې له کبله د زیانمنو یویو خلکو په کمپونو کې د کثافاتو مدیریت کول.  
17.    زیانمنو سویو خلکو ته د حفظ الصحې په برخه کې د لازمو لارښوونو او مشورو غونډې ترتیبول.


نیټه: ۱۴۴۷/۵/۱۳  هــ ق 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Sep 13 2026 10:46 AM
Background image

An MoU on Joint Cooperation was Signed Between ANDMA and the Humanitarian Organization for the People of Afghanistan

Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, received Engineer Pamir Safi, Deputy for Projects of the. . .

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .