له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د کابل ولایت له والي سره وکتل

rahyab
Tue, Nov 04 2025 1:55 PM
news image

نن ورځ سې شنبه، له پېښو سره د مبارزې  آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس ملا نورالدین ترابي د کابل ولایت له والي ملا امین الله عبید او د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست رئیس مولوي نجیب الله انوري سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او په دې لیدنه کې دواړو لورو د کابل ولایت د ولسوالیو د انکشافي او بیارغونې پروژو، د طبیعي پېښو د مخنیوي تدابیرو، او د همغږۍ د پیاوړتیا په اړه مفصل بحث وکړ.
په پیل کې له پېښو سره د مبارزې ملي ادارې لوی رئیس ملا نورالدین ترابي د کابل ولایت مقام د همکارۍ او ملاتړ څخه مننه وکړه او ویې ویل چې د کابل په ولسوالیو کې د وقایوي پروژو تطبیق د خلکو د خوندیتوب او د ژوند د شرایطو د ښه والي لپاره بنسټیز اهمیت لري.
همد راز ترابي صاحب زیاته کړه چي موږ هڅه کوو چې د هرې ولسوالۍ اړتیاوې دقیقې وڅېړو، د احتمالي طبیعي پېښو د مخنیوي لپاره لازم تدابیر ونیسو. 
ورسته د کابل والي الحاج ملا امین الله عبید د ترابي صاحب د همکارۍ څخه مننه وکړه او څرګنده یې کړه چې یادې ادارې د کابل ولایت په ټولو ولسوالیو کي یې وقایوي پروژې افتتاح کړي دي او یا هم بشپړي سوي دي او یاهم تر کار لاندي دي.
همد راز الحاج عبید صاحب وویل چي کابل یو ستر او مهم ولایت دی چې د هرې پروژې عملي کېدل پکې د خلکو د ژوند په کیفیت مستقیم اغېز لري موږ به هڅه وکړو چې ټولې ولسوالۍ له بنسټیزو خدماتو او انکشافي پروژو څخه برخمنې کړو.
په پای کې د الحاج ملا امین الله عبید لخوا د یادي ادارې لوی رئیس ترابي صاحب ته معنوي ډالۍ ستاینلیک ورکړ.

نیټه: ۱۴۴۷/۵/۱۳ هــ ق 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Sep 13 2026 10:46 AM
Background image

An MoU on Joint Cooperation was Signed Between ANDMA and the Humanitarian Organization for the People of Afghanistan

Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, received Engineer Pamir Safi, Deputy for Projects of the. . .

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .