د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۴ کورنیو ته د کور جوړولو او بیارغونې لپاره نغدې مرستې ووېشلې

rahyab
Sun, Nov 02 2025 12:39 PM
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د افغانستان لپاره د بشري خدمتونو او پرمختګ موسسې تر منځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په ملاتړ، د دې ولایت په خاکجبار ولسوالۍ کې ۱۴ کورنیو ته د کور جوړولو او بیارغونې لپاره نغدې مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، له یاد شمېر کورنیو څخه ۸ کورنیو هرې یوې ته د کور جوړولو لپاره د لومړي قسط ۶۶,۴۵۰ افغانۍ او ۶ نورو کورنیو هرې یوې ته د کور بیارغونې لپاره د لومړي قسط ۱۸,۲۵۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال ۶۴۱,۱۰۰ افغانۍ نغدې پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
د یادونې وړ ده، چې یاد شمېر کورنیو ته به دا نغدې مرستې په دوو قسطونو کې ووېشل شي. همدا راز، د مرستو ترلاسه کوونکو د مرستندویه مؤسسې او له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې څخه خوښي څرګنده کړه او د امارت اسلامی نظام د بقا لپاره یې دعا وکړه. 

نېټه:۱۴۴۷/۵/۱۱
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
 

Latest news

Sat, Mar 28 2026 4:19 PM
Background image

The Director General of ANDMA Traveled to Nangarhar Province and Held an Emergency Meeting with Provincial Staff and Volunteers in the Eastern Zone

This morning, on Saturday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, traveled to Nangarhar Province at. . .

Sun, Mar 15 2026 3:01 PM
Background image

The Directorate of Disaster Management of Kabul Province distributed food and non-food assistance to 300 deserving families

Under the guidance of Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, the Directorate of Disaster Management for Kabul. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .