د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۱۲۶ بېوزله کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ASIO مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویلوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام WFP دی، د دې ولایت په ګذرګاه نور ولسوالۍ کې ۱۱۲۶ بېوزله کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې ۱۵۰ کېلو اوړه، ۱۵ لیټره غوړي، ۱۸.۷۵ کیلو دال او ۱.۵ کیلو مالګه ووېشل شوه.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۵/۱۰ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
