د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹۱ اجباري راستنېدونکو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت مقام د لارښوونې پر بنسټ, دې ولایت ته له ایران څخه په اجباري ډول راستنېدونکو ۹۱ کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې له یاد شمېر کورنیو څخه ۶۳ کورنیو هرې یوې ته یوه بورۍ وریجې, دوه بورۍ غنم, دوه کیلو بوره, نیم کیلو چای, ۲۲ کورنیو هرې یوې ته یوه بورۍ غنم, یوه بورۍ وریجې, دوه کیلو بوره او ۶کورنیو هرې یوې ته یوه بورۍ غنم او یوه بورۍ وریجې ووېشل شوې.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۵/۰۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
