د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په نرخ ولسوالۍ کې یو نوی جوړ شوی پُل ګټې اخیستنې ته وسپاره

rahyab
Tue, Oct 28 2025 11:06 AM
تصویر خبر

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د نرخ ولسوالۍ د ده خرقې په سیمه کې د یو پُل د جوړولو پروژه د دوه میلیونه او اووه سوه زره (۲,۷۰۰,۰۰۰) افغانیو په لګښت بشپړه کړه او رسماً یې ګټې اخیستنې ته وسپارله.
یاد پُل د ۱۳.۱ مترو په اوږدوالي، ۴ مترو په پلنوالي او ۳ مترو په لوړوالي جوړ شوی دی، او د دواړو غاړو په اوږدو کې یې د ۶۰ مترو په ټولیز اوږدوالي استنادي دیوالونه جوړ شوي دي.
د یاد پُل د پرانېستې مراسم د میدان وردګ ولایت والي، محترم الحاج ملا خیرالله خیرخواه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، مولوي فیض‌الله جلالي، د دولتي ادارو استازو، دیني عالمانو، قومي مشرانو او یو شمېر سیمه‌ییزو مسؤلینو په ګډون ترسره شول.
یاده پروژه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د ځانګړې لارښوونې او شفقت له مخې په نرخ ولسوالۍ کې منظوره شوې وه او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له بودجې څخه تمویل او پلي شوې ده.
د سیمې اوسېدونکو د دې پروژې له بشپړېدو څخه خوښي څرګنده کړه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي له هڅو یې مننه وکړه او د راتلونکې لپاره یې د نورو پراختیایي او بیړنیو پروژو د پلي کېدو غوښتنه وکړه.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۵/۰۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Jan 25 2026 3:12 PM
Background image

The Director General of ANDMA Meets with the President of International NPA Organization

Today, on Sunday morning, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Mr. Russell,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .