د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲,۱۷۰ بېوزله کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د (ASIO) مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت په روي دوآب ولسوالۍ کې ۲,۱۷۰ بېوزله کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۵۰ کیلو اوړه، ۶.۲۵ کیلو دال نخود، ۴.۵۵ کیلو غوړي، نیم کیلو مالګه، ۳ کیلو سوپر سریال او ۱.۵ کیلو پلمپي ووېشل شول.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۵/۰۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
