له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اسیا ټولنیزو خدماتو نړیوالي مؤسسې ترمنځ د تقریباً (۱) یو میلون ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم‌ نامه لاسلیک سوه 

rahyab
Sun, Oct 26 2025 7:21 PM
تصویر خبر

نن ورځ یک شنبه له غرمې ورسته له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس الحاج ملا نورالدین ترابي په خپل کاري دفتر کې د اسیا ټولنیزو خدماتو نړیوالي مؤسیسې د سرپرست رئیس حزب الرحمن او مدیر اداري اجمل اصف سره وکتل.
 ترابي صاحب  په خپلو خبرو کي راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یی کړه چي د ژمي په رارسیدو سره باید ټول مؤسیسات ژمنۍ مرستي ژر تر ژره تر خلګو ورسوي ترڅو زیانمني کورنۍ پر وخت د ژمني توکو څخه برخمني سي.
همد راز ترابي صاحب یادونه وکړه که مرسته لږ وي یا ډیره خو باید اساسي وي او اړمنو کورنیو ته پر وخت ورسیږي.
ورسته د اسیا ټولنیزو خدماتو نړیوالي مؤسیسې سرپرست رئیس حزب الرحمن د ترابي صاحب څخه ځانګړي مننه وکړه چي  وخت یی ورکړ او زیاته یی کړه چي یادي ادارې تل زموږ سره همکاري کړي ده او موږ هم تل کوښښ کوو چي خلګو ته مرستي ورسوو. 
دیادوني وړ ده چې د دواړو لوریو ترمنځ ټولټال د نه سوه، نه شپېته زره، اوه سوه او دوه پنځوس (۹۶۹،۷۵۲) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک سوه، چې له مخې به یې د بامیان ولایت په مرکز، پنجاب، یګاولنګ نمبر۱ او یګاولنګ نمبر ۲ ولسوالیو کي نغدي مرستې په لاندې ډول سره ووېشل سي. 

1— په یکاولنګ نمبر ۱ او یکاولنګ نمبر ۲ ولسوالیو کې به ۲۸۷۰ کورنیو ته د پنځو میاشتو لپاره هري کورنۍ ته ۲۰۰ ډالر ووېشل سي.
2— د یاد ولایت په مرکز او پنجاب ولسوالۍ کي  به د طبیعي پېښو د خطرنو کمولو برخه کې ۳۵۰ کارګرو ته د ۲۶ ورځو کار کولو په بدل کې د هرې ورځې لپاره هر کارګر ته د ۵.۴۱ ډالرو معادل افغانۍ پیسې ووېشل سي او ۳۱ ماهرو کارګرو ته به د ۲۶ ورځو کارکولو په بدل کې هره ورځ د ۹.۸۴ ډالرو معادل افغانۍ پیسې ووېشل سي.

نیټه: ۱۴۴۷/۵/۴ هـ ق 
له پېښو سره د مبارزې آماد ګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Sep 13 2026 10:46 AM
Background image

An MoU on Joint Cooperation was Signed Between ANDMA and the Humanitarian Organization for the People of Afghanistan

Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, received Engineer Pamir Safi, Deputy for Projects of the. . .

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .