د پېښو چارو د همغږۍ معین د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه لیدنه او څارنه وکړه او د دې ولایت د والي له مرستیال سره یې وکتل

rahyab
Sat, Oct 25 2025 1:26 PM
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د پېښو چارو د همغږۍ معین، محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث)، د یو تخنیکي، فني او مسلکي پلاوي په مشرۍ، د هېواد ولایتونو ته د رسمي سفر په دوام، د لغمان، نورستان، کونړ، ننګرهار، بامیان، غور، دایکندي، میدان وردګ، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، زابل، کندهار او ارزګان ولایتونو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاستونو د کاري بهیر له څارنې وروسته، هلمند ولایت ته ورسېد. 
په پیل کې، د پېښو چارو د همغږۍ محترم معین، د هلمند ولایت د مقام له مرستیال، محترم الحاج مولوي محمد نبي حماس سره د دې ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، محترم الحاج جمعه خان مستقیم په شتون کې وکتل. 
دغه ناسته د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.
د پېښو چارو د همغږۍ محترم معین د نورو ولایتونو د سفرونو یادونه وکړه او د سفر موخه یې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاستونو د عمومي وضعیت څېړل، د اسلامي امارت د عالي مقام مشرتابه د فرمانونو، احکامو او مکتوبونو د پلي کېدو څارنه، د مالي او اداري چارو ارزونه، د هوکړه لیکونو د پلي کېدو څارنه، د وقایوي پروژو، د بشردوستانه مرستو د وېش، د ماین پاکۍ او د نشراتي چارو څېړنه او د ستونزو او وړاندیزونو اورېدل یاده کړه.
هغه ټینګار وکړ چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره ژمنه ده، چې د خپلو قانوني صلاحیتونو او د دندو په چوکاټ کې به د وقایوي پروژو د پلي کېدو، د زیانمنو بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو او د طبیعي پېښو او خطرونو د مدیریت د ښه والي په برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړي.
وروسته د هلمند ولایت مقام محترم مرستیال، د ښه راغلاست ترڅنګ زیانمنو ته د رسېدنې په برخه کې د یادې ادارې له هڅو څخه  قدردانۍ ترڅنګ د دې ولایت زیانمنتیا ته په اشارې سره وویل چې د هلمند خلک د طبیعي پېښو له امله په لوړه کچه زیانمن دي او د بشردوستانه مرستو او وقایوي پروژو ته اړتیا لري.
په پای کې، محترم حماس صاحب له دې بهیر څخه د خوښي په څرګندولو سره زیاته کړه، چې د دویمو واحدونو له چارو څخه څارنه او څېړنه د حکومتولۍ یو مهم اصل دی او د هر ډول همکارۍ ژمنه یې وکړه.
ورپسې، یاد پلاوي د هلمند ولایت له پېښوسره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه لیدنه وکړه او د یاد ریاست کاري بهیر یې له نږدې وڅاره. په دې لیدنه کې، د پېښو چارو د همغږۍ معین له کارکوونکو سره خبرې وکړې د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل او د اسنادونو او فعالیتونو تر ارزونې وروسته یې هغوی ګړندي، پر وخت او اغېزمنو خدمتونو ته وهڅول.  
د یادونې وړ ده، چې یاد پلاوي په دې ریاست کې خپل څارنیز او لارښوونکی بهیر پیل کړ.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۵/۰۳ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Mon, Apr 27 2026 6:58 PM
Background image

The Demolition Work on Five Hazardous Rock Masses in Kabul’s District 7 Begins

Today, On Monday, Molvi Abdul Wali Saranwal (Haji Waris), the Deputy for Coordinating Disaster Affairs at the Afghanistan National Disaster Management Authority, officially launched the. . .

Mon, Apr 27 2026 4:46 PM
Background image

A Technical Meeting was Held Between ANDMA and the ACTED Organization

A technical meeting between Afghanistan National Disaster Management Authority and the ACTED Organization was held with the participation of technical experts and officials from both. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .