د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۵ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د RRDPO موسسې تر منځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دې ولایت په مرکز مهترلام او علینګار ولسوالی کې ۴۵ زيانمنو کورنيو ته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسوولینو په شتون کې، هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو ګرامه اوړه، ۹.۱ کیلو ګرامه غوړي، ۱۲.۵ کیلو ګرامه دال، ۱ کیلو ګرام مالګه، سوپر سريال او مغزي حلوا ووېشل شوه.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۵/۰۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره