د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۰۳۰ زلزله ځپلو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له خپلو شته امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې سره، د یاد ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د وروستۍ زلزلې له امله ۱۰۳۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، د ولایت مقام محترم مرستیال، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، محترم مولوي محمد مبین مفتون عمر او د سرې میاشتې محترم استازي په شتون کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، یو کارټن خرما او یوه بسته خوراکي توکي ووېشل شول.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۴/۲۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره