د کونړ ولایت په دیوه ګل دره کې د زلزلې له امله د ۳۸۲ شهیدانو ورثه، ټپیانو او زیانمنو ته نغدي، خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشل شوې 

rahyab
Wed, Oct 15 2025 2:01 PM
تصویر خبر

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او د کار او ټولنیزو چارو ریاست ګډې کمېټې د احساس خیریه مؤسسې او یو خییر کس په ملاتړ، د دې ولایت د څوکۍ ولسوالۍ په دیوه ګل دره کې د وروستۍ زلزلې له امله د ۳۸۲ شهیدانو ورثه، ټپیانو او زیانمنو ته نغدي، خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې. 
په دې لړۍ کې د ټاکل شوې کمېټې د مسؤلینو په شتون کې، د احساس خیریه بنسټ له لوري ۱۹۰ کورنیو هرې یوې ته، ۵۰ کیلو اوړه، ۵ لیټره غوړي، یوه د پخلنځي بسته، یوه د ګاز ډبه او یو تخته کمپله او همدارنګه د یو خییر کس لخوا ۱۹۲ کورنیو ته نغدي پیسې په داسې توګه ووېشل شوې، چې ۳۱ کورنیو هرې یوې ته ۵،۰۰۰ افغانۍ او ۶۱ نورو کورنیو هرې یوې ته ۴،۰۰۰ افغانۍ په پام کې نیول شوې وې. 
په عین حال کې، د مرستو ترلاسه کوونکو له اړوندو مسؤلینو څخه خوښي څرګنده کړه او اسلامي امارت او مرسته کوونکو ته یې د خیر دعا وکړه. 

نېټه: ۱۴۴۷/۷/۲۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Jun 21 2026 3:13 PM
Background image

An MoU worth 941,949 US dollars was signed between ANDMA and the International Rescue Committee (IRC) for joint cooperation

Today, on Sunday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met with a delegation from the International. . .

Wed, May 13 2026 3:19 PM
Background image

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority Met with Uzbekistan’s Ambassador to Afghanistan

Today On Wednesday morning, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with H.E. Aybek Usmanov, the. . .

Tue, May 05 2026 4:58 PM
Background image

The General Director of ANDMA Participates and Delivers Speech in the Introduction, Analysis and Explanation Program of the 2025–2029 Strategic Plan

Today in morning, on Tuesday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, participated and delivered a. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .