د کنړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۶۳ کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ( AYSO ) مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کنړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت د چپې درې ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې ۲۶۳ اړمنو کورنیو ته له سروې وروسته د دوه یم پړاو خوراکي توکو مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۵۰ کیلو اوړه، ۵ لیټره غوړي، ۴ کیلو دال او ۰.۵ کیلو مالګه ووېشل شوه.
د یادونې وړ ده، چې یاد شمېر کورنیو ته به دا مرستې په راتلونکو میاشتو کې هم دوام ولري.
نېټه: ۱۴۴۷/۷/۲۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره