د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په علینګار ولسوالۍ کې د کیبلي پل د جوړولو کار پیل کړ

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په علینګار ولسوالۍ کې ټولټال د څلور ميليونه او سل زره (۴,۱۰۰,۰۰۰) افغانیو په ارزښت د ۱۰۰ متره په اوږدوالي د برخان بابا کیبلي پُل جوړولو کار د سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې پیل کړ.
د دې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د لغمان ولایت له پيښو سره د مبارزې آمادګی رئیس، قاري خير محمد غازي وویل، چې دا پروژه به په نږدې درې میاشتو کې بشپړه شي او دا پل مهمه نښلوونکې لاره ده چې د پل په جوړېدو سره به د علینګار ولسوالۍ له عمومي سړک سره ۱۳ لوی او کوچني کلي وصل کړي او تقریبآ ۱۵,۰۰۰ کورنۍ به د تګ راتګ لپاره ترې ګټه اخلي او دا پروژه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لخوا تمویل کېږي.
د سيمې اوسېدونکو د ياد پل د جوړېدو د کار له پیل څخه خوښي وښوده او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او له سیمه ییزو مسؤلینو څخه یې مننه او قدرداني وکړه او ویې وېل چې د پل په جوړېدو سره به د خلکو د تګ راتګ ستونز حل شي.
نېټه: ۱۴۴۷/۴/۱۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره