د ارزګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۵۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د ارزګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت د ګیزاب ولسوالۍ په جلیزو دره کې د طبیعي پېښو له امله ۱۵۰ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې، ۵۰ کیلو غنم او ۴ کلچې صابون ووېشل شول.
نېټه:۱۴۴۷/۴/۱۸ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره