په کنړ ولایت کې د وروستۍ زلزلې له امله د ۴۷۵ شهیدانو، ټپیانو او زیانمنو شویو ورثه ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او د کار او ټولنیزو چارو ریاست مشترکې کمېټې د هالنډ کمېټې په ملاتړ، د دې ولایت د څوکۍ ولسوالۍ په دیوه ګل دره کې د وروستۍ زلزې له امله د ۴۷۵ شهیدانو، ټپیانو او زیانمنو شویو ورثه ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۲۵ کیلو وریجې، ۵ لیټره غوړي، ۵ کیلو بوره، ۵ کیلو لوبیا او ۳ تختې کمپلې ووېشل شوې.
نېټه: ۱۴۴۷/۴/۱۸ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره