د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په چهار آسیاب ولسوالۍ کې د استنادي دېوال د جوړولو کار پیل کړ

د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د لارښوونې پربنسټ، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د چهارآسیاب ولسوالۍ په شاه توت کلي کې، د ۹۰ متره اږدوالي او ۳ متره لوړوالي په درلودلو سره د یو استنادي ديوال د جوړولو چارې، چې تمویلوونکې یې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره ده، د نه سوه او شپږ زره او یو سل او آته ویشت (۹۰۶،۱۲۸) افغانیو په ارزښت پیل کړې.
د یاد استنادي دیوال د پرانستنې مراسمو کې، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، محترم رئیس، د چهار آسیاب ولسوالۍ د محترم ولسوال مرستیال، مخورو سين ږیرو او اړوند مسؤلینو شتون درلود، په دې مراسمو کې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ محترم رئيس وویل، دا پروژه په راتلونکي کې د سېلابونو له زیانونو او خطرونو څخه د خلکو د ځان او مال د خونديتوب په موخه ترسره کېږي.
د یادونې وړ ده، چې په پای کې د سیمې اوسېدونکو د یادې پروژې د پلي کېدو په موخه خوښي څرګنده کړه او د دې نظام د بقا او ثبات لپاره یې د خیر دعا وکړه.
نېټه: ۱۴۴۷/۴/۱۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره