د ننګرهار ولایت له پيښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۲۷ زلزله ځپلو کورنیو ته د غیر خوراکي توکو مرستې وویشلې

rahyab
Thu, Oct 09 2025 9:25 AM
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د DACAAR موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت د دره نور ولسوالۍ په کشوند قلعه، پا چا قلعه او لام کنډه کلیو کې د وروستۍ زلزلې له امله ۱۲۷ زیانمنو شویو کورنیو ته له سروې وروسته د غیر خوراکي توکو مرستې ووېشلې. 
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، یوه د استهلاکي موادو بسته چې پکې ۳۳ کلچې د ځان مینځلو صابون، ۱۴ کلچې د جامو وینځلو صابون، ۸ بستې د ښځو د اړتیا وړ توکي، ۶ عدده غټ د غاښونو برسونه، ۸ عدده واړه د غاښونو برسونه، ۴ عدده د غاښونو کریم، ۱ عدد لاسي کڅوړه او همد ۲ بوتله شامپو او همدارنګه یو د حفظ الصحی ستندرد بسته، چې ورپکې ۱۷ کلچې د ځان مینځلو صابون، ۷ کلچې د جامو مینځلو صابون، ۱عدد صابون دانۍ، ۱ عدد پلاستیکی بشکې، ۱ عدد ۱۰ لیتره  پلاستیکی سطل،۱ عدد لوټکه، ۲ تختې کتان تیکه ۲ متر مربع، ۳ عدده د غاښونو غټ برسونه،  ۴ عدده د غاښونو واړه برسونه واړ، ۲ عدده د غاښونو کریم، ۱ بسته جارو، ۵ تختې روی پاکونه، ۱ عدد پلاستیکی تشت، ۱ بسته د روغتیا ساتنی د زده کړې توکي، ۱ عدد لاسی کڅوړه، ۱ عدد لاسی څراغ، ۶ عدده زیرپوش د ښځو لپاره، ۱ عدد ناخن ګیر، ۴ بستې د ښځو د اړتیا وړ توکي، ۲ بوتله شامپو او یو عدد د ماشومانو پت شتون درلود ووېشل شو.  
د یادونې وړ ده، چې د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو د مرستو د ترلاسه کولو په پار له یادې موسسې او د دې ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له مسؤلینو څخه مننه وکړه او خوښي یې څرګنده کړه.

نېټه: ۱۴۴۷/۴/۱۶ هـ ق
له پېښو سرد مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Thu, Nov 20 2025 2:19 PM
Background image

The Director General of ANDMA met with the President of IFRC in Afghanistan

This morning Thursday, the Director-General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met in his office with the newly appointed. . .

Sun, Nov 16 2025 3:52 PM
Background image

An MoU for Joint Cooperation was Signed Between ANDMA and the Civil Society Organization for Justice Advocacy and Empowerment Worth 571,717 Dollars

Earlier this morning on Sunday, Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met in his office with the Honorable. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .