د کابل ولایت په خاک جبار ولسوالۍ کې د استنادي دېوال د جوړولو چارې پیل شوې

rahyab
Wed, Oct 08 2025 3:00 PM
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رییس الحاج ملانورالدین ترابي د لارښوونې له مخې، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د خاک جبار ولسوالۍ په برملک کلي کې د یو استنادي ديوال د جوړولو چارې د دې ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د محترم رئیس، د یادې ولسوالۍ د ولسوال د مرستیال، علماوو، مخورو شپین ږیرو او نورو اړوندو مسؤلینو په شتون کې پیل کړې. 
د یاد دیوال چارې د ۹۸ متره اوږدوالي په درلودلو سره د سېلابونو له زیانونو څخه د سیمه ییزو اوسېدونکې د ځاني او مالي خونديتوب په موخه د نه سوه دوه ویشت زره او شپږ سوه او نوي (۹۲۲،۶۹۰) افغانیو په لګښت د یو ساختماني شرکت لخوا پیل شوې.  
د یادونې وړ ده، چې په پای کې سیمه ییزو اوسېدونکو د یادې پروژې په پلي کېدلو سره خوښي څرګنده کړه او د دې نظام د ثبات او بقا لپاره یې د خیر دعا وکړه.

نېټه: ۱۴۴۷/۴/۱۵ هـ ق 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Tue, Dec 30 2025 3:39 PM
Background image

A Practical Training Program and Drill on Search, Rescue, and First Aid During Avalanche Incidents was Conducted in Southern Salang

Afghanistan National Disaster Management Authority, in collaboration with the Aga Khan Foundation for Habitat, conducted a training and exercise program on search and rescue during. . .

Thu, Dec 04 2025 1:57 PM
Background image

The General Director of ANDMA met with the Director-General of the European Union’s Civil Protection and Humanitarian Aid Operations (ECHO)

Today, on Thursday, the Director-General of Afghanistan National Disaster Management Authority, respected Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met and held talks with Mr. Andreas. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .