د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۲۱ کورنیو ته د سرپناه د ترمیم او جوړولو په موخه نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د دارت موسسې تر منځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په ملاتړ، د دې ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې ۱۲۱ کورنیو ته د هغوی د سرپناه د ترمیم او جوړولو لپاره، له سروې وروسته د لومړي پړاو په توګه نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې ۲۴ کورنیو هرې یوې ته د درې اوطاقونو د جوړولو لپاره ۷۱،۶۲۰ افغانۍ ، ۲۴ نور کونیو هرې یوې کورنۍ ته د دوو اطاقونو د جوړولو په موخه ۵۴،۲۳۰ افغانۍ، ۳۷ کورنیو هرې یوې ته د اساسي ترمیم لپاره ۲۲،۳۴۰ افغانۍ او ۳۶ کورنیو هرې کورنۍ ته د جزئي ترمیم لپاره ۱۳،۴۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره (۱۶۱،۵۹۰) یو سل او یو شپېته زره او پنځه سووه او نوي افغانۍ ځانګړې شوې وې.
د یادونې وړ ده، چې د مرستو تر لاسه کوونکو کورنیو د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ له رئیس؛ محترم الحاج مولوي اسد الله وقاص څخه د یادو مرستو په لړۍ کې د شفافیت په موخه د شتون له کبله خوښي څرګنده کړه او د امارت اسلامي له حکمت څخه د نورو مرستو غوښتونکې شوې.
نېټه: ۱۴۴۷/۴/۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ملي اداره