د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۰۴ زلزله ځپلو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د VDO موسسې تر منځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ د یادې موسسې په تخنیکي همکارۍ او د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په مالي ملاتړ، د دې ولایت په دره نور ولسوالۍ کې ۴۰۴ زلزله ځپلو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې ۱۰۰ کیلوګرامه اوړه، ۱۰ کیلوګرامه غوړي، ۱۲.۵ کیلوګرامه دال، ۱ کیلوګرامه مالګه وویشل شوه.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۳/۲۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره