د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٢٧٨٦ کورنیو ته څه باندې ٣٢ میلیون افغانۍ نغدي مرستې ووېشل شوې

rahyab
Mon, Sep 08 2025 3:10 PM
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ماهو موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په تخنیکي همکارۍ او د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په مالي ملاتړ، د دې ولایت په سنچارک ولسوالۍ کې ٢,٧٨٦ بې سرپرسته کورنیو ته، له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې، د مسؤلینو په شتون کې په دوو پړاوونو کې په داسې ډول چې په لومړي پړاو کې ١,٦٨٨ کورنیو ته، چې د هغوی سرپرستې ښځې وې هرې یوې ته ١٢,٥٠٠ افغانۍ او په دوه یم پړاو کې ١,٠٩٨  کورنیو ته، چې سرپرستي یې د نارینه وو په غاړه وه، هرې یوې ته ١٠,٤٠٠ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال د یاد شمیر کورنیو لپاره دوه دیرش میلیون، پنځه سوه او نولس زره او دوه سوه (٣٢,٥١٩,٢٠٠) افغانۍ ځانګړې شوې وې.  

نېټه: ۱۴۴۷/۳/۱۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Jan 25 2026 3:12 PM
Background image

The Director General of ANDMA Meets with the President of International NPA Organization

Today, on Sunday morning, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Mr. Russell,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .