د افغانستان د ماین‌پاکۍ پروګرام (MAPA) د شریکانو د لوړې کچې ناسته ترسره شوه

rahyab
Thu, Sep 04 2025 11:23 AM
تصویر خبر

د افغانستان د ماین‌پاکۍ پروګرام (MAPA) د شریکانو د لوړې کچې د همغږۍ ناسته د همکاریو د پیاوړتیا، د نویو معلوماتو د تبادلې، د ستونزو د ارزونې او د مستندو پرېکړو د ملاتړ په موخه د اړونده شریکانو ترمنځ ترسره شوه.
دا ناسته له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د ماین‌پاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست (DMAC) په نوښت او د ماین‌پاکۍ تخنیکي برخې (MATC) په تخنیکي ملاتړ جوړه شوه چې د تطبیق کوونکو ادارو او نورو شریکانو استازو په کې ګډون وکړ.
په غونډه کې د تېرې ناستې پر پرېکړو بیاکتنه، د پوهنې وزارت په ښوونځیو کې د ماین‌ د خطرونو د پوهاوي (EORE) د ادغام په اړه د تازه معلوماتو وړاندې کول، د MATC له لوري د FCDO پروژې جزئیات وړاندې کول، د ملګرو ملتونو په پروژو کې د ماین‌پاکۍ ادغام، د MAPA د سرچینو بسیج، د تطبیق کوونکو شریکانو راپورونه او د عملیاتو لنډیز د بحث اصلي موضوعات وو.
همدارنګه د شریکانو د نظرونو او وړاندیزونو ترلاسه کولو په موخه د پوښتنو او ځوابونو لپاره هم یوه برخه ځانګړې شوې وه. د غونډې په پای کې داکتر ایمل د ټولو بحثونو لنډیز وړاندې کړ او خپله اختتامي وینا یې وړاندې کړه. 
یاده ناسته به د شریکانو تر منځ د لا ډېرې همغږۍ، له ماینونو څخه د خوندي افغانستان د جوړولو په برخه کې د ظرفیتونو د یوځای کېدو او د ګډو هڅو د پیاوړتیا لپاره یو ښه فرصت برابر کړي.

نېټه: ۱۴۴۷/۳/۱۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Tue, Dec 30 2025 3:39 PM
Background image

A Practical Training Program and Drill on Search, Rescue, and First Aid During Avalanche Incidents was Conducted in Southern Salang

Afghanistan National Disaster Management Authority, in collaboration with the Aga Khan Foundation for Habitat, conducted a training and exercise program on search and rescue during. . .

Thu, Dec 04 2025 1:57 PM
Background image

The General Director of ANDMA met with the Director-General of the European Union’s Civil Protection and Humanitarian Aid Operations (ECHO)

Today, on Thursday, the Director-General of Afghanistan National Disaster Management Authority, respected Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met and held talks with Mr. Andreas. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .