په تخار ولایت کې د اومر ماین پاکۍ موسسې د پوهاوي ورکولو له روزنیزو پروګرامونو څخه څارنه وشوه

د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې د آمادګۍ ریاست په کلفګان ولسوالۍ کې د اومر ماین پاکۍ مؤسسې د پوهاوي ورکولو روزنیزو پروګرامونو د پلي کېدو له بهیر څخه څارنه وکړه.
یاد پروګرامونه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اومر ماینپاکۍ مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ, په آستانهتپې، اقبلاق، آیدل، چقورقشلاق او هرچهکوتل په کليو کې پیل شوي دي.
د دغو روزنیزو پروګرامونو موخه د خلکو د پوهاوي کچه لوړول، د ماینونو او ناچاوده توکو د خطرونو په اړه د سیمې اوسېدونکي خبرول او د انساني تلفاتو مخنیوی دی.
د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دغو پروګرامونو له امله د قدردانۍ تر څنګ، د هېوادوالو د ژوند د خونديتوب په برخه کې د دوامداره همکاریو پر اهمیت ټینګار وکړ.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۳/۰۳ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره