په بلخ ولایت کې د ماینونو او ناچاودو توکو د خطرونو په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د هولوټرسټ ماین پاکۍ مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ، د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د مزار شریف په حیرتان بندري شهرک کې د ماین پاکۍ پروژو د پلي کولو په لړۍ کې (AF 014) څارنه وکړه.
د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د ناچاودو ماینونو د خطرونو او له هغوی سره د مخامخ کیدو په صورت کې د هغوی سره د چلند د سمو لارو چارو په اړه د ۳۰۴ کسانو لپاره د پوهاوي پروګرامونه ترسره کړل.
د یادونې وړ ده چې په تیرو وختونو کې، د دفاع، کورنیو چارو او استخباراتو وزارتونو ډیپوګانې، چې د حیرتان بندري شهرک کې موقعیت لري، او له همدې امله، په دې سیمه کې د ماین پاکۍ پروژې پلي کول ځانګړی اهمیت لري ترڅو اوسیدونکي د ناچاودو ماینونو له خطرونو سره بلد کړي او خوندي وي.
نیټه: ۱۴۴۷/٢/۲۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره