د کندهار ولایت په څو ولسوالیو کې د ماینونو او چاودیدونکو توکو پاکول ترسره شول

rahyab
Sat, Aug 23 2025 2:34 PM
news image

د کندهار له پیښو د مبارزې آمادګۍ ریاست، د هیلو ټرسټ او DRC د بیړنیو ماین پاکولو ټیمونو سره په همغږۍ، د دې ولایت په څو ولسوالیو کې د ماینونو او چاودیدونکو توکو د پاکولو عملیات ترسره کړل.
په ارغنداب ولسوالۍ کې، د AIM-04 ټیم لخوا پنځه کیلوګرامه په لاس جوړ شوی ماین کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شو. په ارغستان کې، د هیلو ټرسټ QRT ټیم یو بشکه ماین شنډ کړ او د ماینونو د خطرونو په اړه خلکو ته د پوهاوي ورکولو لپاره تعلیمي پروګرامونه ترسره شول.
همدارنګه، په میوند، پنجوایي او دامان ولسوالیو کې، د DRC سازمان پنځمې QRT ټیم درې ناچاودې شیان او یو بشکه ماین کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل.
د کندهار ولایت له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، ټول کشف شوي ماینونه او چاودیدونکي توکي په بشپړه توګه له منځه وړل شوي او د خلکو ژوند له احتمالي خطرونو څخه خوندي شوی دی.

نیټه: ۱۴۴۷/٢/٢٩ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
 

Latest news

Sun, Jan 25 2026 3:12 PM
Background image

The Director General of ANDMA Meets with the President of International NPA Organization

Today, on Sunday morning, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Mr. Russell,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .