د میدان وردګ ولایت په دایمیرداد ولسوالۍ کې د یوې لویې پروژې کار پیل شو

rahyab
Sat, Aug 23 2025 1:50 PM
news image

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دایمیرداد ولسوالۍ د "تنګي سیدانو" کلي د سیند د فرش د پاکولو پروسه پرانیسته. په دې مراسمو کې، د دې ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رییس؛ مولوي فیض الله جلالي د تخنیکي ټیم سره د پروژې ساحې ته سفر وکړ او پروژه د دولتي مسؤلینو، قومي مشرانو او ځایي اوسېدونکو په شتون کې پرانیستل شوه.
د یادونې وړ ده، چې د پروژې لپاره اړین ماشینونه د ملي دفاع وزارت د پنځمې پیاده لوا لخوا چمتو شوي او د پروژې تخنیکي برخه د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست لخوا ترسره کیږي. ټاکل شوې ده چې پروژه د یوې میاشتې په اوږدو کې بشپړه شي او په دې پروژه کې د کارېدونکو ماشینونو لپاره د ۵,۰۰۰ ليټره تیلو چمتو کول هم له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رییس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي لخوا منظور شوي دي.
د پرانیستنې د مراسمو په لړۍ کې، دولتي مسؤلینو، قومي مشرانو او ځایي اوسیدونکو د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د فعالیت ستاینه وکړه او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له عمومي رییس څخه یې د ماشینونو لپاره د سونګ توکو په برابرولو کې د همکارۍ کولو له امله مننه وکړه. دوی محترم ملا نورالدین ترابي د ملت یو ریښتینی خدمتګار او خادم وباله.

نېټه: ۱۴۴۷/٢/۲۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
 

Latest news

Sat, Mar 28 2026 4:19 PM
Background image

The Director General of ANDMA Traveled to Nangarhar Province and Held an Emergency Meeting with Provincial Staff and Volunteers in the Eastern Zone

This morning, on Saturday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, traveled to Nangarhar Province at. . .

Sun, Mar 15 2026 3:01 PM
Background image

The Directorate of Disaster Management of Kabul Province distributed food and non-food assistance to 300 deserving families

Under the guidance of Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, the Directorate of Disaster Management for Kabul. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .