په پکتیکا ولایت کې ناچاوده توکي خنثی کړل شول

rahyab
Tue, Aug 12 2025 9:49 AM
تصویر خبر

د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ د هلوټرسټ ماین پاکۍ نړیوالې موسسې تخنیکي ټیم، د یاد ولایت د شکین ولسوالۍ په شمس الدین چیني کلي کې له تېرو جګړو څخه پاتي شوي ۱۷عدده بېلابېل ډول ناچاوده توکي کشف او په خوندي توګه خنثی کړل. 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلینو وویل، چې د چاودېدونکو توکو له امله د خلکو ځان او مال له خطر سره مخ وو، چې اوس مهال د دې ناچاوده توکو په پاکولو سره سیمه له خطر څخه پاکه او د سیمې اوسېدونکي له احتمالي مرګ ژوبلې او نورو زیانونو څخه خوندي پاتې شول. همدا راز، هغوی له خلکو څخه غوښتنه وکړه چې د هر ډول مشکوک یا چاودېدونکو توکو د لېدو په وخت کې دې ژر تر ژره د اړونده مسؤلینو سره د اړینو اقداماتو ترسره کولو لپاره اړیکه ونیسي.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۲/۱۸ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Jan 25 2026 3:12 PM
Background image

The Director General of ANDMA Meets with the President of International NPA Organization

Today, on Sunday morning, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Mr. Russell,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .