د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٢٤ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د خوړو د نړیوال پروګرام WFP په مالي ملاتړ، د وروستیو طبیعي پېښو له امله ٢٤ زیانمنو کورنیو ته، له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
د یادونې ده، چې دغه کورنۍ د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله په دره نور ولسوالۍ کې زیانمنې شوې وې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ١٠٠ کیلو غنم، ١٠ لیټره غوړي، ١٢.٥ کیلو دال او ١ کیلو مالګه ووېشل شوه.
په ورستیو کې د مرستو تر لاسه کوونکو کورنیو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او مرستندویه بنسټونو څخه دوی ته د پاملرنې او د پر وخت همکاریو له امله مننه او قدردانی وکړ.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۲/۰۴ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره