د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۵ کارګرانو ته د کار په بدل کې خوراکي او غیر خوراکي توکي ووېشل 

rahyab
Tue, Jul 29 2025 10:29 AM
news image

د میدان وردګو ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د سرپرست په لارښوونه د چک ولسوالۍ ۵۵ کارګرانو ته د کار کولو په بدل کې خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې. 
دغه کارګران د چک ولسوالۍ په بیکسمند سیمه کې د بندو سړکونو، بندونو، کاریزونو او ویالو د بیا پرانیستلو لپاره ګمارل شوي وو، چې د ۱۴ ورځو په اوږدو کې دغه لارې او تأسیسات ترمیم او د دوه یم ځل لپاره ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. 
د کار په بدل کې، هر کارګر ته دوه بورۍ ۵۰ کیلویي غنم، څلور بورۍ ۲۵ کیلویي وريجې، یوه د یونیسف د اوبو بشکه، یوه پاڼه د کلورین د کارولو لارښود او د اوبو د فلټر کولو لپاره یو څه کلورین ورکړل شول. 
د یادونې وړ ده چې د میدان وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې وروستیو سېلابونو د استوګنې کورونه په کلي او قسمي توګه ویجاړ کړي، سړکونه، بندونه، کاریزونه، ویالې او فصلونه یې زیانمن کړي دي. د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست زیانمنو کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو د مرستو د وېشلو سربېره، د عامه تأسیساتو د بیارغونې لپاره پراخ اقدامات ترسره کړي دي، چې د ځایی اوسېدونکو ستونزې یې حل کړې دي.
ځایی اوسېدونکو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اسلامي امارت د مشرتابه د اقداماتو څخه رضایت څرګند کړ او د هغوی ستاینه یې وکړه.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۲/۰۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Wed, Apr 29 2026 10:16 AM
Background image

Deputy for Coordination of Disaster Affairs Oversees the Demolition of 12 Boulder Masses Posing Landslide Risks in Kapisa

His Excellency Alhaj Mullah Abdul Wali Saranwal (Haji Waris), the Deputy for Coordination of Disaster Affairs at Afghanistan National Disaster Management Authority, along with His. . .

Mon, Apr 27 2026 6:58 PM
Background image

The Demolition Work on Five Hazardous Rock Masses in Kabul’s District 7 Begins

Today, On Monday, Molvi Abdul Wali Saranwal (Haji Waris), the Deputy for Coordinating Disaster Affairs at the Afghanistan National Disaster Management Authority, officially launched the. . .

Mon, Apr 27 2026 4:46 PM
Background image

A Technical Meeting was Held Between ANDMA and the ACTED Organization

A technical meeting between Afghanistan National Disaster Management Authority and the ACTED Organization was held with the participation of technical experts and officials from both. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .