د پنجشیر ولایت په بازارک او رخه ولسوالیو کې کانالونو پاک او خوندي شول

د پنجشیر ولایت له پېښو د مبارزې آمادګۍ ریاست، د وقایوي اقداماتو په لړۍ کې، په بریالیتوب سره د نولیج په کلي کې یوه لویه ځړیدلې ډبره چې د خلکو د ژوندلپاره یو جدي ګواښ وو خوندي کړه.
همدارنګه، د اسپیاتا، الوک او دشتک په کلیو کې د اوبو لګولو کانالونه، چې تېره اونۍ د سختو بارانونو له امله ویجاړ شوي او له رسوباتو ډک شوي وو، د ځایي اوسېدونکو په همکارۍ او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په مدیریت پاک شول. په دې چارو کې له یو اسکواټر څخه کار اخیستل شوی وو، چې د سونګ توکو لګښت یې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست لخوا ورکړل شوی و او نغدي لګښت یې د خلکو لخوا ورکړل شوی وو.
د پروژې د بریالي پلي کېدو له امله له ۱۵۰ جریبو څخه زیاتو ځمکو ته اوبه ورسېدلې او له ۱۰۰ څخه زیاتې کورنۍ بریښنا څخه ګټه اخیستونکې شوې.
نیټه: ۱۴۴۷/١/۲۸هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره