له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې ۱۱۵ مستحقو ماشومانو ته خوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
Wed, Jul 23 2025 2:29 PM
تصویر خبر

نن د چهارشنبې سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د استعدادونو او د کار زده کړې د پرمختګ موسسې (OTED)  په ملاتړ ۱۱۵ مستحقو ماشومانو ته خوراکي مرستې ووېشلې. 
د مرستو د وېش پر مهال له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې استازي، محترم سید احمد عثماني وویل چې په دې مرستو کې ۱۰ کیلو وریجې، ۱۰ کیلو اوړه، ۴ کیلو کبان، ۴ کیلو خرما، ۵ کیلو بوره او ۳ لیټره غوړي شامل دي، چې مستحقو کسانو ته ووېشل شول.
محترم عثماني زیاته کړه چې د دې ادارې سرپرست ژمن دی تر څو د مرستو د جذب بهیر لا پراخ کړي او په راتلونکي کې به بېوزلو کورنیو ته نورې مرستې هم ورسوي.
د دې مرستو ترلاسه کوونکو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د OTED موسسې څخه مننه وکړه او غوښتنه یې وکړه چې دا ډول مرستندویه پروګرامونه دې دوام ومومي، ځکه چې د بېوزلو کورنیو او زیانمنو ماشومانو د وضعیت په ښه کېدو کې مهم رول لري.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۱/۲۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Tue, Dec 30 2025 3:39 PM
Background image

A Practical Training Program and Drill on Search, Rescue, and First Aid During Avalanche Incidents was Conducted in Southern Salang

Afghanistan National Disaster Management Authority, in collaboration with the Aga Khan Foundation for Habitat, conducted a training and exercise program on search and rescue during. . .

Thu, Dec 04 2025 1:57 PM
Background image

The General Director of ANDMA met with the Director-General of the European Union’s Civil Protection and Humanitarian Aid Operations (ECHO)

Today, on Thursday, the Director-General of Afghanistan National Disaster Management Authority, respected Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met and held talks with Mr. Andreas. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .